رسنیزه جګړه ،عبدالصبور اودعثمان کمیس
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

          د هیواد د حالاتو په روستي پیچلي انځور کې تر نورو لومړی د ډیورنډ د تپلې کرښې د برې غاړې په ټول امتداد او په تېره بیا د کونړ پر ولایت، د پنجابي اردو راکټي بریدونه یادولی شو. د رسنیو د رپوټونو له مخې له کونړ سربېره اوس د نورستان په مرکز پارون ښار هم توغندي وریږي.

ددې تودې جګړې ترڅنګ ،ای ایس ای پخپل ټول ځواک هڅه کوي چې په کونړاو نورستان کې ولسونه د افغان واکمنۍ په وړاندې راوپاروي او په دې موخه يي خپل یو شمېر جاسوسان د کرنیل یوسف په مشرۍ نورستان ته استولی دی . خو هغه څه چې حالات نور هم کړکېچنوي د هیواد په سویلي او ختیځو سیمو او په هغې ډله کې پر لوی ننګرهار د پاکستان مطبوعاتي یرغل دی چې په روستیو وختونو کې يي نوې څانګې او خاښونه پیداکړي دي. د ګاونډیانو په دې رسنیز یرغل کې په کور دننه رنګا رنګ سخت دریځي او په طالبي خم کې رنګ شوي سیاستوال او روڼ اندې هم ورګډیږي او له بده مرغه دوی هم د خپل هیواد ریښې وهي او د افغانانو د ذلت لپاره په روانې جنګ تېل پاشي !

د محور ورځپاڼې د سیپټمبر په لومړۍ نیټه خپله ګڼه کې پر ننګرهار د پاکستان د مطبوعاتي یرغل موضوع راپورته کړې او خپل راپور یې د شهادت ورځپاڼې په دې عنوان پیل کړی (۲ ):

« د ملي اردو ٢٥ سرتېري د جهنم کندې ته واستول شول، شهادت ورځپاڼه

یا دا چې د نوموړې ورځپاڼې په حواله ویل شوي : شل امريکايان ووژل شول – يوولس افغان سرتېري د طالبانو له خوا برمته شول – ١٤ پوليس ووژل شول او طالبانو په نورستان کې پرمختګ کړى دى او داسې نور

« د مشرق، وحدت، خبرونه، شهادت، جرګه، پاکستان، ايکسپريس، جهاد( اردو) پاکستانيو ورځپاڼو زرګونه ګڼې هر سهار له رسمياتو مخکې په دولتي دفترونو، دوکانونو، د موټرونو په تمځايونو، بانکونواو د عامه خدماتو په مرکزونو کې وېشل کېږي او افغان ذهنيت له همدې ادرسه تغذيه کېږي.

دغه اخبارونه او مجلې که څه هم په پاکستان کې چاپېږي، خو محتوا يې د افغانستان د جګړې د پراختيا تبليغات دي. د دغو اخبارونو محتوا چې د افغان امنيتي سرتېرو او بهرنيو پوځيانو په تبليغاتو راچورلي، هره پېښه څلور چنده ستره بوږنوونکي ښۍ. دا يوازې ورځپاڼې ندي، په ننګرهار کې په افغان کيبل د پي ټي وي خپرونې چلېږي. »

بلخوا د پنجاب لوړپوړي چارواکي په رسنیو کې اوس ښکاره د خپل بام واورې پر افغانستان اچوي . د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په داسې حال کې چې پنجابي پوځ هره ورځ د کونړ ولایت په توغندیو ولي، ادعا کوي چې ترهګر د ورانۍ لپاره له افغانستان څخه پاکستان ته وراوړي. رحمان ملک او د پنجاب نور لوړپوړي چارواکې غواړي پخپلو دغو بې بنسټه ادعاوو سره، هغه ترهګریزه جګړه چې دوی د ډیورنډکرښې پر دواړو غاړو د لروبرافغانو د بدنامولو ، ځپلو او له منځه وړلو لپاره پیل کړی ، د عام ولس له نظره پټه کړي او یا د ترهګرو له ځالو څخه چې پاکستان کې پرتې دي، د ولسونو پام افغانستان ته راواړوي .

احمد رشید پاکستانی ژورنالیست او لیکوال هم چې په درواغو او ټګۍ سره يي ځان د ساده زړو افغانانو خواخوږی جوړکړی، روستیو کې په برتانوي فیننشل ټایمز ورځپاڼه کې په همدې تړاو خپل زهر پاشي او لیکي :

« پاکستان له یوې لسیزې راهیسي د افغان طالبانو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې پناه ورکړې، له همدې کبله په افغانستان کې د پاکستان د پوځ مخالفو طالبانو ته پناه ورکول، افغانانو ته متقابل اقدام ښکاري. »

د شهادت ورځپاڼه چې پاکستان کې د ای ایس ای تر پام لاندې چاپيږي ، په پاکستان کې د کمپونو افغانانو ته د زهرپاشلو روسته په ازاد لاس د تورخم او نورو لارو افغانستان ته د ویشلو لپاره رالیږل کیږي او دلته هم افغانان د مرکزي واکمنۍ پر خلاف راپاروي !

په اروپا کې هم ددې ګوند غړي په پاکستان کې د راپیل شوي رسنیزې جګړې ډګر تود ساتي . دلته هم همغه شان تبلیغات چې محور ورځپاڼې ورته اشاره کړې لولو ، څو بېلګې به يي راواخلو :

« ــ همدا اوس اوس یعني د سپتمبر په لمړۍ نیټه د وردګو د مجاهد پاله ولایت دسیداباد په ولسوالۍ کي دامریکایی نظامي زبرځواک په نظامي تمځاې ځان وژونکي برید وکړل شو.

ــ داګست د میاشتي په اخري شپو کي د ارزګان په ولایت کي د استرلیایی فوځونو په خلاف د طالبانو داسلامي غورزنګ د عملیاتو په لړ کې چې په کي ټول ټال پنځه استرلیایی فوځیان ووژل شول ، د استرلیا صدراعظمه ژړا ته راوسته.

ــ امریکا او تر څنګ یی د ناټو ځواکونه په هیواد کي وروسته دهغي په سخته تنګتیاکي راپریوتل چي په پرلپسی توګه د هیواد دنظامي او پولیسي ځواکونو د ځوانانو له اړخه تر بریدونو لاندی راغلل او ګڼ شمیر کسان یی ووژل شول.

ــ امریکایانو اعلان کړي چي په راتلونکو دوو میاشتو کي به خپل شل زره عسکر د هیواده وکاږی، امریکایانو هم دکاناډایانو په څیر ټولو هغو ترجمانانو ته چي دلته یی ورسره څلور کاله پرلپسي کار کړي د ګرین کارډ د ورکولو لړۍ پیل کړي ، ویل کیږی چي تر اوسه پوری د زرو کسانو څخه زیات ترجمانان دخپلو کورنیو سره امریکاته کډه شوي او نور په زرګونو کسان دخپل نوبت انتظار باسي ، جرمنیانو هم بډي را وهلي چي په کندوز کی خپل نظامی شتون راکم کړي . دوي دا اعلان هم کړي چی د افغانستان څخه به دخپلو ځواکونو د ویستلو په وخت کي دهغو درې زره کسانو کورنیو ته چي ددوې په لاسو روزل شوی او له دوي سره یی همکاري درلوده هم په جرمني کي پناه ورکړي . »

د لیکنې پورته ټوټې له هغه مقالې څخه کټ مټ رااخیستل شوي چې تازه په څو بریښناپاڼو کې خپره شوېده .

د افغانستان په وړاندې د پاکستاني او ایراني رسنیو په روانه جګړه کې، په اصطلاح د هغه افغاني رسنیو او شخصیتونو ونډه او ګنا هم درنه ده چې خپله ریښه په تیشه وهي او د بیان د ازادۍ په نوم د هیواد د ملي ګټو مخالف لوری نیسي .

د عسکرعبدالصبور له پېښې چې نوموړی د پنځه تنو بهرنیانو د وژنې په ګنا د افغانستان د قضايي مقاماتو لخوا د مرګ په سزا محکوم دی ، ځیني غواړي د ګاونډیانو د رسنیز یرغل سره په یوه وخت په رسنیو کې غوغا راپورته کړي او له پېښې د حضرت عثمان کمیس(۲) جوړ کړي . په قوي باور ویلای شو، نوموړی چې یو ساده زړی افغان دی، دې پېښې ته به ګاوڼډیو استخباراتو او په هیواد دننه سخت دریځوهڅولی وي .

اوس پوښتنه دا ده دغه ښاغلي بیا د کونړ پر ولایت د پنجابي پوځ د توغندیو په وړاندې چوپ دي او اه يي له خولې نه وځي او لکه د مزار والي عطامحمد نور چې په افغانستان کې د ایران په لاسوهنه او تیري منکر دی، دوی د پنجاب په لاسوهنه او پوځي تیري سوڼ نه کوي !  

دوی د غزني په اندړو ، ننګرهار، لغمان ، لویه پکتیا ، فاریاب او د هیواد په نورو سیمو کې د طالبانو په وړاندې د ملي پاڅونونو په ملاتړ چې ملي مقاومت بلل کیږي، هم غږ نه پورته کوي !

د دوی یو شمېر په دې پلمه چې افغان حکومت په فساد لړلی ، قانون نه پلی کیږي او اجتماعي عدالت تر پښو لاندې دی؛ د نظارشورا ، جمعیت او مجاهدینو مافیايي کړۍ په دولت کې واکمنې دي نو ځکه ددې دولت په وړاندې باید له مورچله ډزې وشي او هممهال يي په وړاندې رسنیزه جګړه توده وساتل شي. خو دا چې دوی په دواړو برخو کې جګړه د پنجاب او تهران له مورچلونو مخې ته بیايي. یانې په توده جګړه کې توغندي او وسایل او په رسنیزه جګړه کې الهام او مواد له دې هیوادو ترلاسه کوي او د دوی په ګټه يی کاروي، بیا ځواب نه لري .

دا هغه کسان دي چې خپل خلک او خپل هیواد په نښه کوي. په دغو لارو، دولت کې واکمنو فاسدو کړیو ته هیڅ تاوان نه رسیږي، بلکې د هغو د لا پیاوړتیا لامل ګرځي !

ترټولو لومړی باید دوی د پنجاب او ایران له نوکرۍ ځانونه راخلاص کړي او د سوله یزو لارو او ملي ګټو ته په پام که په سمون او اصلاح باور لري ، دولت کې د فساد او د قانون د واک لپاره له نورو سره په ګډه هلې ځلې وکړي .

د ۲۰۱۲ کال د سیپټمبر ۴ مه

 

یادونه :

( ۱ ) د محور ورځپاڼې دغه مقاله په تاند بريښنا پاڼه کې چې د سیپتمبر په لومړۍ نیټه خپره شوي ، لوستلای شۍ .

 (۲) د عثمان د کمیس کیسه داسې ده :

د حضرت عثمان له وژلو روسته د ناکثین « طلحه ، زبیراو عایشه » له چلوتې سره سم ، د عثمان ماندینې « نایله » د عثمان په وینو لړلی کمیس ، د عثمان د وژلو په مهال د هغه په ملاتړ کې خپله پرې شوې ګوته او د عثمان د ږیرې ویښته چې بریدګرو شکولي وو د « نعمان بن بشیر » په لاس شام ته ولیږل !  

معاویه چې داسې فرصت ته سترګې په لار و، امر کوي چې د عثمان کمیس ، د ږیرې ویښته او د عثمان د ماندینې « نایله » پرې شوې ګوته ، د شام جومات ته یوسي او هلته يي ځوړند کړي چې ټول مسلمانان يي وګوري . له دې سره سم په ټول شام او ورڅېرمه سیمو کې د عثمان د قاتلانو په وړاندې پراخ تبلیغات پیل کیږي او وګړي د عثمان د وژنې د غچ لپاره لمسول کیږي او په تبلیغاتو کې علي بن طالب او د هغه ملګري په ګوته کیږي . ۵۰  یا ۶۰ زره تنه د عثمان پر ځوړند شوي کمیس راټولیږي او اوښکې تویوي !

د عثمان کمیس روسته د مسلمانانو په منځ کې د نورو چلوټو لپاره د یوه متل په توګه وکارید او د معاویه کورنۍ له هغه څخه زیاتې سیاسي ګټې پورته کړې چې ددې ګټو پر بنسټ د جمل ، صفین او نهروان جګړې رامنځته شوې .


September 5th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات